Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

پامپیو وايي، امریکا به د سلواکيا د امنیت او اقتصاد ملاتړ کوي

0
د امريکا د بهرنیو چارو وزير مایک پامپیو وايي، امریکا به د سلواکيا د امنیت او اقتصاد ملاتړ کوي.


دا خبره ده مرکزي اروپا ته د خپل سفر پر مهال کړې. د ده د سفر هدف په سيمه کې د روسیې او چين د نفوذ کمول ښودل شوي دي.


ده وویل: 


"زه غواړم د سلواکيا خلک پوه شي چې امریکا دخيله ده او موږ بېرته راغلو."


پامپیو دا خبرې په ګاونډي اتريش کې د ازادۍ د وره د یاد څلي په مراسمو کې د ګډون پر مهال وکړې.


دا څلۍ د هغو ۴۰۰ کسانو په یاد جوړ شوی چې په ۱۹۴۵میلادي او ۱۹۸۹میلادي کال کې د هغه مهال چکوسلواکیا پر پولو په داسې حال کې وژل شوي وو چې غوښتل يې تر اوسپنېزې پردې واوړي.


اوسپنيزه پرده د هغه پولې نوم و چې اروپا يې پر دوو برخو وېشلې وه.


دا نوم د شوروي اتحاد د هغو هڅو سمبول دی چې غوښتل يې د شوروي اتحاد او نورو متحدانو مخه ونيسي چې له لويديځ سره تماس ونه‌لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса