Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

مسؤلین: الکوزي شرکت د فوټبال د ملي لوبډلې له مالي ملاتړه لاس اخیستی

0
د افغانستان د فوټبال فدراسیون تأییدوي چې الکوزي شرکت د فوټبال د ملي لوبډلې له مالي ملاتړه لاس اخیستی دی.


د فوټبال د ملي فدراسیون فني مرستیال یوسف کارګر نن ازادي راډیو ته وویل، ملي لوبډله به اوس د خپلو لوبو او سفرونو لپاره یا بل سپانسر لټوي او یا به دا کار حکومت کوي.


ده وویل:


"د دې کار ناوړه اغېز به سمدستي د لنډمهال لپاره وي، خو نورې کمپنۍ یې هم سپانسر کولای شي او یا حکومت باید د خپلې ملي لوبډلې ملاتړ وکړي."


وروسته له دې چې د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې یو شمېر غړو د فوټبال د فدراسیون پر مشر کرام الدین کریم د جنسي تېري او له ښځو سره د ناوړه چلند تورونه ولګول، ولسمشر اشرف غني د نوموړي دنده وځنډوله او لویې څارنوالۍ له ده او د فدراسیون له یو شمېر نورو غړو څخه تحقیقات پیل کړل.


د الکوزي شرکت ویلي چې د هېواد د فوټبال په فدراسیون کې د اداري تشې د رامنځته کېدو له کبله یې د ملي لوبډلې له مالي ملاتړه لاس اخیستی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса