Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

په بنګله دېش کې د اورلګېدنې په یوه پېښه کې اته کسان مړه شوي

0
په بنګله دېش کې لږترلږه اته کسان د اورلګېدنې په یوه پېښه کې مړه شوي دي.


چارواکي وايي، په چتوګرام ښار کې د اورلګېدنې په دې پېښه کې د استوګنې له ۲۰۰ زیات کورونه سوځېدلي دي.


د بنګله دېش د ملکي خدماتو د ادارې رئیس علي احمد د جرمني خبري اژانس ته وویل، پېښه نن سهار هغه مهال وشوه چې د دې کورونو اوسېدونکي ویده وو.


نوموړی زیاتوي، په دې پېښه کې چې علت یې د برښنا شارټي بلل شوې، او شااوخوا پنځوس کسان ټپیان شوي هم دي.


په بنګله دېش کې هر کال په دې ډول پېښو کې چې د مصؤنیت د لازمو احتیاطي تدابیرو نشتوالی یې علت بلل کېږي، سلګونه کسان مړه او ټپیان کېږي.


په ۲۰۱۳ کال کې په پلازمېنه ډاکه کې د یوې فابریکې د ودانۍ د ړنګېدو په پېښه کې یوولس سوه کارګران مړه شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса