Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۴ وسله وال مخالفین وژل شوي

0
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په پوځي عملیاتو کې ۵۴ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او له دېرشو زیات نور ټپیان شوي دي.


دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې دا عملیات د ننګرهار، پکتیا، کندهار، هلمند فراه او سرپل په ګډون د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې ترسره شوي او په ترڅ کې یې ۳ تنه مشکوک وسله وال هم نیول شوي دي.


بیان زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ تهاجمي او تصفیوي عملیات پلان شوي او کومانډو ځواکونو له اتیا زیات ځانګړي عملیات چې په ترڅ کې یې هوايي حملې هم شوي، ترسره کړي.


دفاع وزارت په دې عملیاتو کې د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса