Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

ایران: د سپاه پاسدران پر غړو وروستی برید د پاکستان له خاورې پلان شوی

0
د ایران د پارلمان مشر وايي، هغه حمله چې د سپاه پاسدران ۲۷ غړي پکې ووژل شول، د پاکستان له خاورې پلان شوې او عملي شوې وه.


علي لاریجاني په خپلو څرګندونو کې چې د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا خپرې کړي، ویلي دي چې پاکستان باید په دې حمله کې د خپل ګډون په اړه ځواب ووايي.


دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن د فبرورۍ په اولسمه په تهران کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د ایران پر امنیتي ځواکونو د دې بېساري خونړي برید په اړه یې د حکومت اعتراض ورته وړاندې کړ.


اسلام اباد دا حمله غندلې، خو د تهران د ادعا په اړه یې تر دې دمه څه نه دي ویلي.


سپاه پاسداران وايي، د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په سېستان بلوچستان ایالت کې یوه انتحاري برید کوونکي په چاودېدونکو موادو بار یو موټر له هغه بس سره ټکر کړ چې د سپاه سرتېري پکې سپاره وو.


د دې برید مسؤلیت د جیش العدل په نوم یوې کوچنۍ سني بېلتونپالې ډلې منلی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса