Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

د چک جمهوریت صدراعظم به له ولسمشر ټرمپ سره وګوري

0
سپینه ماڼۍ وایي چې راتلونکې میاشت به د چک جمهوریت صدراعظم اندري بابېش په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.


د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا ساندرز پرون وویل چې ټرمپ به د مارچ په اوومه نېټه په سپینه ماڼۍ کې د بابېش او د هغې د مېرمنې هرکلی وکړي.


دا له متحدو ایالتونو د بابېش لومړنۍ رسمي کتنه ده.


ساندرز وویل، دواړه مشران به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لاپیاوړتیا او هم د هغو نړیوالو ستونزو په وړاندې د ګډې مبارزې د اړتیا پر لارو چارو وغږېږي چې دواړو هېوادونه ورته اندیښنه لري.


ساندرز د بیلګې په توګه د سایبري حملو خوندیتوب، د انرژۍ خوندیتوب او سوداګري هغه مسایل یاد کړل چې ټرمپ او بابیش په پرې خبرې کوي.


دغه کتنه داسې مهال کېږي چې پراګ د ۱۹۸۹ کال د مخملي انقلاب دېرشمه او په ناټو کې د دې هېواد د غړیتوب شلمه کلیزه لمانځي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса