Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه پیلېږي

0
ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کابل په وخت د مازدیګر پنځه نیمې بجې د هند په دهرادون ښار کې د شل اورونو لوبه پیل شي.


د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل:


"د افغانستان کرکټ ټیم د ایرلنډ په وړاندې لومړۍ لوبه د شل اورونو کوي، د دې سفر په لړ کې به افغانستان له ایرلنډ سره درې شل اورېزې، پنځه پنځوس اورېزې او یوه ټېسټ لوبه ترسره کړي."


د افغانستان کرکټ بورډ د دې لوبو لپاره وار له مخه ۴۵ لوبغاړي هند ته استولي وو چې تمرینات ترسره کړي.


دا لوبې نړیوال جام ته د چمتوالې لپاره ترسره کيږي.


نړیوال جام د مې په ۳۰مه په انګلستان کې پیلېږي او د جولای په ۱۴مه پای ته رسېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса