Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

د اوکراین ولسمشر: «م.م» دې د سوله ساتو ځواکونه په استولو غور وکړي

0
د اوکراین ولسمشر د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي دي چې پر هغو لارو چارو غور وکړي چې له مخې یې د اوکراین ختیځ ته ملګري ملتونه سوله ساتي ځواکونه استوي.


پترو پروشینکو پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وویل، دی د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواکونو د لېږلو په برخه کې خبرو ته چمتو دی، څو په اوکراین کې د ده په وینا د روسیې د مداخلې مخه ونیسي.


روسیې د ۲۰۱۴ میلادي کال په مارچ میاشت کې د کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه او د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.


د ۲۰۱۴ میلادی کال د اپریل له میاشتې را په‌دې خوا د اوکرایني ځواکونو او بیلتون غوښتونکو ترمنځ په جګړو کې شاوخوا لس زره او درې سوه تنه وژل شوي دي.


کیف غواړي چې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه د اوکراین او روسیې پر پوله ځای پرځای شي.


روسیې ویلي دي چې له دې سره موافقه کوي چې محدود شمېر سوله ساتي ځواکونه د اوکراین ختیځ ته واستول شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса