Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

جنرال جوزف ووټل د ازبکستان د ولسمشر سره پر افغانستان غږېدلی

0
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل د ازبکستان د ولسمشر شوکت میر ضیایف سره د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې دي.


د ازبکستان د دولتي خبري اژانس په حواله ووټل او میر ضیایف په ځانګړي ډول په افغانستان کې د سولې لپاره پر روانو هڅو غږېدلي دي.


د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل پرون د منځنۍ او جنوبي اسیا د لویو درستیزانو په غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ولاړ.


دا اول وار دی چې په ازبکستان کې د سیمې د هېوادونو د لویو درستیزانو غونډه جوړېږي.


د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف ویلي چې دا کنفرانس د سیمې د ډېر پېچلي وسله‌وال بحران چې د افغانستان جګړه ده، د حل پر لارو د خبرو ښه فرصت دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса