Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

انګلستان په لومړۍ لوبه کې وېسټ انډيز ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه

0
انګلستان د کرکټ د پنځو يو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې وېسټ انډيز ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه.


د دغې لوبې پچه وېسټ انډيز وګټله او لومړی يې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۸ وېکټو په زیان سره د کرېس ګېل د ۱۳۵ منډو پر مټ انګلنډۍ لوبډلې ته د ۳۶۱ منډو لوی هدف وټاکه.


په ځواب کې انګلنډۍ لوبغاړو ډېره په زړه پورې توپ‌وهنه وکړه او د جیسن رای او جی روټ د سلیزو پر مټ‌یې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۴۹ اوور کې د ۴ وېکټو په زیان سره پوره او لوبه‌یې خپله کړه.


جیسن رای چې د انګلستان په ګټه‌یې په ۸۵ بالونو ۱۲۳ منډې وکړې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.


ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه يوه ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ د وېسټ انډيز په برنګټین کې وشي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса