Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

چارواکي: په غزني کې د ۲ قوماندانانو په ګډون ٥ طالبان وژل شوي

0
د غزني چارواکي وايي، په قره باغ ولسوالۍ کې د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون ٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


د والي ویاند محمد عارف نوري نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، دغه برید پرون ناوخته د بهرنيو ځواکونو له خوا شوى دى.


دی زیاتوي:


"په وژل شويو کې د وسله والو طالبانو دوه مهم غړي ابو مختار او عمر فاروق هم شامل دي چې په قره باغ ولسوالۍ کې د کوچيانو د ډلې اړوند کسان وو."


د والي وياند وايي، د دغو کسانو له وژل کېدو سره به په قره باغ ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت بهتر شي.


ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، د حملې خبر تأييد کړ او وايي چې یو وسله وال يې وژل شوی دی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса