Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

د روسیې فدرال ادارې له محکمې غوښتي چې د ويلن توقيف تمديد کړي

0
د روسيې د امنيتي خدماتو فدرال ادارې د مسکو له يوې محکمې غوښتنه کړې چې د امريکا د سمندري ځواکونو د پخواني غړي پاول ويلن تر محاکمې مخکې توقيف تمديد کړي.


دى د جاسوسۍ په تور په روسيه کې په توقيف کې دى.


د ويلن مدافع وکيل ولاديمير ژيري بينکوف انټرفاکس خبري اژانس ته نن وويل، د امنيتي خدماتو فدرال ادارې د ده د موکل د قضيې څېړنه د مې مياشتې تر ٢٨مې پورې ځنډولې ده.


د ده په خبره، دې ادارې د مسکو د ليفورتوفو سيمې له محکمې غوښتي چې تر دې نېټې پورې د ويلن توقيف تمديد کړي.


ژيري بينکوف مخکې ويلي وو چې محکمه ښايي نن د ويلن د قضيې په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.


ويلن چې د امريکا تر څنګ د ايرلنډ، کاناډا او بريتانيا تابعيتونه لري، د ډېسمبر پر ٢٨مه په مسکو کې ونيول شو او د جاسوسۍ تور ورباندې ولګول شو.


دى ښايي د محکومېدو په صورت کې په ٢٠ کلن بند محکوم شي.


د ده کورنۍ ويلي دى چې بېګناه دى او د واده په يوه محفل کې د ګډون لپاره مسکو ته تللى و.


روسي چارواکو پر ويلن د لګېدلو تورونو نور جزيات نه دي په ډاګه کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса