Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

د روسيې يوې محکمې د پاول ويلن توقيف رسماً تمديد کړ

0
د روسيې د پلازمېنې مسکو يوې محکمې د امريکا د سمندري ځواکونو د پخواني غړي پاول ويلن تر محاکمې مخکې توقيف تمديد کړ.


 


دى د جاسوسۍ په تور په روسيه کې په توقيف کې دى.


 


د ليفور-توفو سيمې محکمې نن د پاول ويلن د مدافع وکيل هغه درخواست چې دى دې په کور کې نظربند شي رد کړ او د ويلن توقيف يې د مې مياشتې تر ٢٨مې پورې تمديد کړ.


 


د ويلن مدافع وکيل ولادمير ژيري بينکوف وويل، د محکمې د حکم په وړاندې به د استيناف غوښتنه وکړي.


 


ويلن چې د امريکا تر څنګ د ايرلنډ، کاناډا او بريتانيا تابعيتونه لري، د ډسمبر پر ٢٨مه په مسکو کې ونيول شو او د جاسوسۍ تور ورباندې ولګول شو.


 


دى ښايي د محکومېدو په صورت کې په ٢٠ کلن بند محکوم شي.


 


د ده کورنۍ ويلي دى بېګناه دى او د واده په يوه محفل کې د ګډون لپاره مسکو ته تللى و.


 


روسي چارواکو پر ويلن د لګېدلو تورونو نور جزئيات نه دي په ډاګه کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса