Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

خلیلزاد له کابلوف سره له بنديزونو د طالب مرکچيانو په معاف کېدو غږېدلی

0
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى وايي، د ملګرو ملتونو له بنديزونو يې د طالبانو د مرکچيانو د معاف کېدو پر مسئله بحث وکړ.


زلمي خليلزاد په ټوېټر کې ليکلي چې په دې اړه يې نن په انقره کې د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره بحث وکړ.


ښاغلي خليلزاد ليکلي، په دې کتنه کې له کابلوف سره د ملګرو ملتونو د سفرونو له بنديزونو د طالبانو د مرکچيانو پر معاف کېدو هم بحث وشو، څو دغه مرکچيان وکړاى شي چې د سولې په خبرو کې برخه واخلي.


ښاغلي خليلزاد ويلي، په نننيو بحثونو کې سلا وشوه چې د سولې هڅې هغه وخت پرمختګ کوي چې ټول اړخونه په کې شامل وي.


د ترکيې لپاره د روسيې سفارت ويلي چې دا کتنه نن په انقره کې د روسيې په سفارت کې شوې ده.


د خليلزاد په باور، افغانستان بايد يوه متحده، ټول شموله او ملي مرکچي ډله معرفي کړي چې د حکومت او نورو افغانانو استازي په کې شامل وي.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса