Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

په لغمان کې د والیبال سیالۍ د ملي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

0
د مهترلام د ښاروالۍ له لوري د والیبال د ۱۶ لوبډلو ترمنځ جوړې شوې سیالۍ د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.


دا سیالۍ چې د ختیځ په درېیو ولایتونو لغمان، ننګرهار او کونړ سربېره پکې له کابله هم د والیبال لوبډلو ګډون کړی و، له تېرو لسو ورځو راهیسې د مهترلام ښار د سلطان غازي بابا ښارګوټي د ځوانانو پارک د والیبال په لوبغالي کې ترسره شوې.


په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وايي، د دغو سیالیو نندارې ته هره ورځ زرګونه کسان ورتلل.


په لغمان ولایت کې د ژوند خیریه ټولنې استازي محبت ناصري ازادي راډيو ته وویل چې د دغو سیالیو په پایلوبه کې چې د ژوند ژغورنې تر سرلیک لاندې وشوه، پکې د ژوند خیریه ټولنې د رضاکارانو په مرسته زرګونه سي سي وینه او د سلګونو هغو داوطلبو ځوانانو نوملړ چې د وینې ورکولو ته ژمن وو، د مهترلام ولایتي روغتون ته د ډالۍ په ډول ورکړل شول.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса