Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

وینزوئلا کې پر اعتراض کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز وکارېد

0
د وینزوئلا امنیتي ځواکونو پرون د هغو اعتراض کوونکو د تیت- پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکی ګاز څخه کار واخېست چې د برازیل او کولمبیا سرحدونو ته نېژدې د بشري مرستو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله.


پر اعتراض کوونکو د امنیتي قواوو د ځپونکو اقداماتو په نتیجه کې دوه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شول.


د راپورونو له مخې پولیسو پرون د فبروري په ۲۳مه له اعتراض کوونکو سره په څو سیمو کې نښتې وکړې.


دا په‌داسې حال کې ده چې د اپوزیسیون مشر خوان ګواېدو پر پوځیانو غږ کړی چې د ولسمشر نیکولاس مادورو د واکمنۍ د پرځولو لپاره له ده سره یوځای شي.


د چارواکو له قوله په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د ټیټې کچې یو شمېر سرتېرو دا غوښتنه منلې، خپل مرکزونه یې پریښي او بغاوت یې کړی، خو جګ‌پوړي پوځي افسران لا هم سوسیالېست مادورو ته وفادار دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса