Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

اسلام اباد: نوي ډیلي د سيمې سوله له تهديد سره مخامخ کوي

0
د پاکستان د بهرنیو چارو وزير وايي، نوي ډیلي د سيمې سوله له تهديد سره مخامخ کوي.


شاه محمود قریشي نن د سې شنبې په ورځ د دې هېواد دننه د هندوستان د حملې په غبرګون کې وويل:


"له تاوتریخوالي ډک اقدام چې یوازې د سياسي ګټو لپاره تر سره شوی دی، کولای شي د سيمې سوله له خطر سره مخامخ کړي."


ښاغلي قريشي د افغانستان د سولې په اړه د روانو خبرو يادونه ونه‌کړه، خو په کابل کې د پاکستان سفير زاهد نصرالله تېره اوونۍ ويلي و چې د پاکستان پر وړاندې د هندوستان هر ډول اقدام به د امریکايي او طالب استازو تر منځ د سولې خبرې اغېزمنې کړي.


ده ويلي و چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لري او له امريکايي استازو سره د طالب استازو مذاکرات د پاکستان د عملي اقداماتو يوه برخه دي.


افغان حکومت د پاکستان د سفير د خبرو په غبرګون کې هغه احضار کړ.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса