Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

د غزني چارواکي: د ولسي پاڅون‌والو ۸ تنه په تېروتنه وژل شوي

0
د غزني ولايت ځايي چارواکي وايي، په جاغوري ولسوالۍ کې په هوايي برید کې ۱۲ ولسي پاڅون‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ولایت ویاند محمد عارف نوري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ولسي پاڅون‌والو پر یوه پوسته برید شوی چې په نتيجه کې یې ۸ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.


نوموړی زیاتوي:


"تېره شپه د جاغوري اړوندې په حُدقُل سيمه کې سهواً د ولسي پاڅون پر پوسته عمليات ترسره شوي چې په ترڅ کې يې د ولسي پاڅون اته تنه په شهادت رسېدلي او څلور نور ټپیان دي. په ټپيانو کې د یوه روغتيايي وضعیت نازک او درېيو نورو د قناعت وړ بلل شوی دی."


ښاغلی نوري زیاتوي، دغه برید تیره شپه په تېروتنه شوې، خو څرګنده نه‌ده چې افغان ځواکونو کړی که بهرنيو ځواکونو؟


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса