Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

د اسرائيل يوې محکمې د کابینې پخوانی وزیر په ۱۱ کاله بند محکوم کړ

0
د اسرائيل يوې محکمې د کابینې پخوانی وزیر په ۱۱ کاله بند محکوم کړ.


پر ده تور و چې د ایران لپاره‌يې جاسوسي کوله.


د محکمې غونډه د قضيې د حساسيت له کبله په محرمه توګه وشوه.


سيګيف له ۱۹۹۵ میلادي څخه تر ۱۹۹۶میلادي کال پورې د انرژۍ وزير و او په ۲۰۰۵ میلادي کال کې ورباندې تور پورې شو چې له هالنډه‌يې اسرائيل ته ۳۲۰۰۰ په چاکلېټو لړلي د مخدره موادو ګولۍ قاچق کړې وې.


دغه پخوانی وزير په ۲۰۰۷ میلادي کال کې له زندانه راخوشې شو او په نايجريا کې يې شااوخوا ۱۰ کاله ژوند وکړ چېرته چې ده د طب په برخه کې کار کاوه، خو اسرائيل‌يې په طب کې د کار کولو جواز ورلغوه کړ.


ده په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ګيني - اسرائيل ته وسپاره.


د اسرائيل امنیتي ادارې ويلي چې سیګیف له ايران سره استخباراتي معلومات شریک کړي او دوه ځلې دغه هېواد ته تللی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса