Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

چاواکي: د کندهار د شاولیکوټ لپاره د طالبانو نظامي مسؤل وژل شوی

0
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي د کندهار په شاوليکوټ کې په یوه هوایي برید کې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي مسؤل ملا نقيب او د هغه د څو ملګرو د وژل کېدو خبر ورکوي.


د دې قول اردو مرستيال ویاند تورن احمد صادق عيسی وایي چې هوايي ځواکونو دغه عمليات د شاوليکوټ ولسوالۍ د وچ باختو په سیمه کې د کره کشفي او استخباراتي راپورونو پر اساس ترسره کړي دي.


عيسی وویل، په ترسره شویو هوایي بريدونو کې د تور نقيب الله په نوم د شاوليکوټ لپاره د طالبانو د نظامي مسؤل په شمول ۸ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي دي.


وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса