Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

د هلمند چارواکي: د سېلابونو له امله اته کسان مړه او اته ټپیان دي

0
د هلمند چارواکي وایي چې د وروستیو سېلابونو له امله لږترلږه اته کسان مړه او اته نور ټپیان دي او سلګونه کسان هم ژغورل شوي دي.


د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن مخکې ازادي راډیو ته وویل چې د هلمند په ناوې او ګرمسیر ولسوالیو کې د سېلابونو له امله بند پاتې شوي سلګونه کسان ژغورل شوي او د نورو د ژغورلو لپاره هڅې روانې دي.


ده وویل:


"د ژغورنې ټیم ورته جوړ شوی، هغوی ساحو ته رسېدلي، دغه ټیم تر اوسه توانېدلی چې سلګونه کورنۍ او سلګونه کسان له هغه ځایه وژغوري او را ویې باسي، د ژغورنې هڅې اوس هم روانې دي، ترڅو په هغو ځایونه کې چې کسان ګیر پاتې دي، هغوی هم وژغورل شي، د ځمکې له لارې نه، بلکې د هوا له لارې یې د ژغورلو امکان شته او په دې کار روان دی."


ښاغلي ځواک دغه راز وویل چې وروستیو سېلابونو په هلمند کې زرګونو کورنیو ته مالي زیانونه رسولي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса