Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

د میرحسین موسوي او د هغه د مېرمنې تازه عکسونه راوتلي

0
د ایران د دوو پېژندل شویو مخالفو سیاستوالو میرحسین موسوي او د هغې د مېرمنې زهرا رهنورد چې له تېرو اتو کالو راهیسې په کور کې نظربند دي، نوي تصویرونه د دې هېواد په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي.


وروسته له هغې چې دوی په ۲۰۱۱ کال کې په کور کې نظربند شول، چارواکو رسنۍ له دې منع کړې وې چې د هغوی تصویرونه خپاره کړي.


د دواړو تصویرونه لومړی د مخالفینو په ویبپاڼې کلمه کې خپاره شوي چې وروسته د اعتماد انلاین نیوز په ګډون نورو رسنیو شریک کړي دي.


موسوي او مهدي کروبي د ایران د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ په لانجمنو انتخاباتو کې د اپوزیسیون د مهمو څېرو په توګه راڅرګند شول چې وروسته پر دغو انتخاباتو او له بشري حقونو څخه د سرغړونو پخاطر پر چارواکو د پرله پسې انتقادونو په نتیجه کې د ۲۰۱۱ میلادي کال په فبرورۍ کې په کور کې نظربند شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса