Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

په ایران کې د افغان مهاجرو د تکواندو لوبډلې د برونزو مډال وګاټه

0
په ایران کې د مېشتو افغان مهاجرینو د نویو ځوانانو لوبډلې د تکواندو نړیوال فدراسیون په سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه.


د افغانستان د بدنې روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډيو ته وویل چې په ایران کې مېشت افغان لوبغاړي احسان رحیمي په ۴۸ کیلوګرامه وزن کې دغه مډال ترلاسه کړ.


د ښاغلي پيمان د معلوماتو له مخې، د تکواندو نړیوال فدراسیون د سیالیو دا درېیم پړاو دی چې د ایران په کوربه توب په دغه هېواد کې له پنجشنبې ورځې راهیسې پیل شوی دی.


د هغه په خبره، په دغو سیالیو کې له ۲۲ هېوادونو د تکواندو ۵۶۵ لوبغاړو ګډون کړی دی چې په مختلفو وزني کټګوریو کې سیالۍ کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса