Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

امریکا ترکیې ته نوی خبرداری ورکړی

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ترکیې ته‌یې له روسیې څخه د دافع هوا سیستم د پېرلو له کبله خبرداری ورکړی دی.


د دغه وزارت ویاند رابرټ پالادینو د سې شنبې په ورځ ویلي، که ترکیه د روسیې «S-400» ډوله سیستم وپېري، واشنګټن به پر ترکیې د «F-35» ډوله پرمختللو جنګي جټ الوتکو د پلورلو پر پروګرام بیا غور وکړي.


په اروپا کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال کورټېس سکاپاروتي هم د سې شنبې په ورځ د امریکا د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته په خپلو خبرو کې ورته څرګندونې کړې وې.


د امریکا متحده ایالات پر ترکیې د سلو «F-35» ډوله پرمختللو جنګي جټ الوتکو د پلورلو توافق کړی دی، خو تر اوسه دوه دغسې الوتکې ترکیې ته ورکړل شوې دي.


روسي رسنیو تېره میاشت راپور ورکړ چې ترکیه غواړي چې له روسیې څخه د څلور «S-400» ډوله دفاعي سیستم د دوه نیم میلیارده ډالرو په ارزښت وپلوري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса