Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

هند ته له هرات نه هوايي دهلېز پرانیستل کېږي

0
د هرات له لارې هند ته د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره هوایي دهلېز راتلونکې اوونۍ پرانیستل کېږي.


د هرات د صنایع او سوداګرۍ خونې اجرائیه امر خلیل احمد یارمند په‌دې اړه وویل: 


"موږ هیله‌مند یو تر شااوخوا ۱۰ ورځو پورې لومړنی صادراتي کاروان د هندوستان لوري ته ولېږو. زما په فکر په دې کې به بادام او پسته شامله وي."


د ښاغلي یارمند په خبره له دې کبله چې د هوایي دهلېز له لارې صادرات ګران تمامېږي، حکومت به د دغو صادراتو د لګښتونو ۶۰ فیصده په غاړه واخلي.


د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي د کارګو پروازونو پیل د صادراتو د ډېرېدو لپاره یو مثبت ګام دی او دا به پر پاکستان د ټرانزیت په برخه کې د افغانستان اتکا کمه کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса