Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

د پاکستان حکومت وايي د ۱۸۲ مدرسو کنټرول يې په لاس کې اخېستی

0
د پاکستان حکومت نن وویل، د ۱۸۲ مدرسو کنټرول يې په لاس کې اخېستی او تر ۱۰۰ زیات وګړي یې نیولي دي. 


دا کار په پاکستان کې پر افراطي اسلامپالو د ملېشه ډلو د فعالیت د مخنیوي لپاره شوی دی.


د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې ویلي، د قانون د حاکمیت ادارو ۱۲۱ وګړي توقیف کړي دي. 


د فبرورۍ په څلورمه د هندي کشمير په پلواما سیمه کې د خونړۍ حملې مسؤلیت یې په پاکستان کې د افراطي اسلامپالو ډلې، جېش محمد واخېست. په حمله کې تر ۴۰ زیات هندي ملېشه عسکر ووژل شو.


له هغه راهیسې نړیوالو پر پاکستان فشار زیات کړی چې په خپله خاوره کې د افراطي ډلو د فعالیت مخنیوی وکړي، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نن ویلي چې د مدرسو او افراطي وګړو پرضد تازه عملیات یې له مخکې پلان کړي وو او د نړیوالو له فشار سره تړاو نه‌لري. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса