Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

په کابل کې د نننۍ حملې مسؤلیت داعش ومانه

0
په کابل کې د نننۍ حملې مسؤلیت د داعش وسله‌والو اخیستی دی. 


د جرمني خبري اژانس وايي چې داعش پر اعماق وېب‌سایټ دا معلومات خپاره کړي دي.


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې په نننۍ حمله کې ۲۲ تنه زخمیان شوي دي.


د فرانسې خبري اژانس هم د زخمیانو شمېر ۲۲ او د مړو شمېر ۳ څرګند کړی دی.


په کابل کې د استقلال روغتون مشر حدودالله نوري وايي چې په کابل کې د نننۍ حملې له ځایه یو مړی او ۱۷ زخمیان ور وړل شوي دي.


نوري ازادي راډیو ته وویل چې په زخمیانو کې درې ماشومان دي.


د تلفاتو په اړه ضد و نقیض معلومات خپرېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса