Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

د ایران په اړه د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا د امریکا ټینګار!

0
امریکا متحدو ایالتونو د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا ټینګار کړی چې پر ایران د بالسټیک توغندیو د ازموینو او دوو سټلایټونو د توغولو له کبله بندیزونه ولګوي.


امریکا د ایران دا اقدامات د ملګرو ملتونو له پریکړه‌لیکونو سرغړاوی بولي.


په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرست استازي جانَتَن کوهین د پنجشنبې په ورځ عمومي منشي انتونیو ګوترش ته په یو لیک کې د ایران «بې ثباته کوونکي فعالیتونه» غندلي دي او پر تهران یې غږ کړی چې د لېرې واټن ویشتونکو هغو توغندیو سره تړلې ټولې هڅې دې سمدستي ودروي چې اټمي وسلې لېږدولی شي.


په‌دې بیان کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵میلادي کال پریکړه‌لیک ته اشاره شوې.


په‌دې پریکړه‌لیک کې له ایرانه غوښتل شوي و چې تر اتو کلونو پورې دې د هغو توغندیو له جوړولو ډډه وکړي چې د اټمي وسلو د لېږد وړتیا لري.


دا پریکړه‌لیک د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي اټمي تړون سره چې په همدې کال کې لاسلیک شو تړلی و.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېر کال له تهران سره له دې تړونه ووت او امریکا بېرته پر ایران بندیزونه ولګول. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса