Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین رئیس په ۴۷ میاشتې بند محکوم شو

0
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین رئیس په ۴۷ میاشتې بند محکوم شو.


پاول منافورټ اوکرایني سیاستوالو ته په سلا مشورو ورکولو کې د پام وړ ګټه تر لاسه کړې وه او وروسته د ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین مشر شو.


منافورټ چې په تېر اګسټ کې په بانکي او مالیاتي درغلیو مجرم بلل شوی و، د پنجشنبې په ورځ د یو قاضي له‌خوا دا ورکړل شوې سزا تر هغې ډېره کمه ده چې څارنوال یې غوښتنه کړې وه.


د منافورټ قضیه د لومړي ځل لپاره د ځانګړي څېړونکې رابرټ مولر له‌خوا د نوموړې د هغو څیړنو په لړ کې راپورته شوه چې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې د روسیې د لاسوهنې او د روسیې چارواکو او د ټرمپ د همکارانو تر منځ د معاملو په اړه کوي، خو د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د دې پخواني مشر محکومېدل په مستقیمه توګه د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې له مداخلې سره تړاو نه‌لري، بلکې د نوموړې د هغو فعالیتونو له کبله دي چې د روس پلوو اوکرایني سیاستوالو سره د کار کولو په بدل کې یې ګټلي میلیونونه ډالر له امریکا بهر تر ۳۰ د زیاتو بانکي اکاونټونو او کمپنیو په وسیله پټ کړي او امریکايي مالیه یې نه‌ده ورکړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса