Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

افغان چارواکي: په بادغیس شاوخوا ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي

0
افغان چارواکي په بادغیس ولایت کې د شاوخوا ۳۰ وسله‌والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.


د ملي اردو د درېیمې لوا د عامه چارو مرستیال تورن محمد یاسین نن مازدیګر ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه په مقر او د قلعه‌نو په لامان سیمه کې له افغان ځواکونو سره په نښتو کې طالبانو ته دغه تلفات اوښتې دي.


نوموړي زیاته کړه:


"په مقر ولسوالۍ کې شپږ تنه طالبان وژل شوي او په پشته‌لامان کې لس وسله‌وال وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي." 


د ښاغلي یاسین په خبره په‌دې وسله‌والو نښتو کې د ملي اردو درې سرتېري هم وژل شوي او دوه تنه یې ټپیان شوي دي.


وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса