Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

دفاع وزارت په دغه وزارت کې د نویو ګمارنو خبر ورکوي

0
دفاع وزارت وايي چې یاسین ضیا د دې وزارت د لومړي مرستیال او ډګر جنرال بسم الله وزیري د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي.


بسم الله وزیري تر دې مخکې د ځانګړو عملیاتو د قل اردو قوماندان و.


په هغه خبرپاڼه کې چې د سې شنبې په ناوخته دفاع وزارت خپره کړې، همداراز ویل شوي چې ډګر جنرال محمد شعیب په هوايي برخه کې د لوی درستیز د مرستیال او تورن جنرال عبدالفهیم رامین چې مخکې د ۷۷۷ ځانګړې لوا قوماندان و، د هوايي قل اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.


د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې په دې وزارت کې د څو نورو نویو ګمارنو خبر هم ورکړل شوی او ویل شوي دي چې دا کسان د دفاع وزارت د بېلابېلو وړاندیزونو او د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ ټاکل شوي دي.


خبرپاڼه وايي چې د ځانګړو عملیاتو د قل اردو د قوماندانۍ مرستیال محمد حیدر نېک‌پی به د نوي قوماندان تر ټاکل کېدو پورې د دې قول اردو سرپرست قوماندان وي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса