کرام الدین کریم د ۹۰ ورځو لپاره د فوټبال له مربوطو فعالیتونو منع شو
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د فیفا په قول راپور ورکړی چې ښاغلي کریم په دې موده کې په ملي او نړیواله کچه فوټبال سره له تړلو ټولو فعالیتونو منع شوی دی.
کرام الدین کریم د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د ریاست پر مهال د افغانستان د نجونو د فوټبال په ټیم کې په جنسي او فزیکي ځورونه تورن دی.
نوموړی پر خپل ځان لګېدلي تورونه بې بنسټه بولي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دې قضیې د څېړنې امر کړی دی.
