Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

چک جمهوریت د دغه هېواد دفاعي لګښت زیاتوي

0
د چک جمهوریت صدراعظم اندري بابیش ژمنه کړې چې د خپل هېواد دفاعي لګښت به زیات کړي او د ناټو له خوا ټاکل شوې هدف ته به یې چې د کورني ناخالص تولید دوه په سلو کې برخه ده، ورسوي.


بابیش چې د سې شنبې په ورځ یې د پراګ په ښار کې د ناټو تړون سره د چک جمهوریت د یو ځای کېدو د شلمې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله، وویل چې هېواد یې د ۲۰۱۵ میلادي کال راهېسې هر کال دفاعي لګښت پرله پسې زیات کړی او تر هغې به دوام ورکړي چې ټاکل شوي هدف ته ورسېږي.


دا مهال چک جمهوریت د خپل کورني ناخالص عاید په سلو کې یو اعشاریه دوه برخه په دفاعي بودجه لګوي.


د چک صدراعظم زیاته کړې، دا جمهوریت ژمن دی، چې تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې به د دفاعي بودجې د زیاتولو په برخه کې ورکړل شوي هدف ته چې په سلو کې ۲ دی، ورسېږي.


چک له پولنډ او هنګري سره یوځای په ۱۹۹۹ میلادي کال د ناټو د تړون غړی شو.


دا له سړې جګړې وروسته ددې پوځي تړون لویه پراختیا وه.


د ناټو د تړون د ۲۹ غړو هېوادونو څخه ۱۳ یې یو مهال د وارسا د تړون غړي وو او چک جمهوریت هم په همدې ۱۳ هېوادونو کې شامل و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса