Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

پامپيو غواړي چې د ایران د خامو تېلو صادرات ژر صفر ته ورسوي

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو ویلي چې غواړي د ایران د خامو تېلو صادرات تر هغه حده چې نړیوال مارکېټ اجازه ورکوي، ژر صفر ته ورسوي.


هغه پرون د تکزاس ایالت په هوسټن ښار کې د تېلو د تجارانو غونډې ته وویل چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له حکومت سره همکاري وکړي او د امریکا د بهرني سیاست د ګټې لپاره په نړیوالو چارو کې ښکېل بد لوبغاړي محدود کړي.


نړیوالو قدرتونو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له ایران سره موافقه وکړه چې د یو لړ اقتصادي بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې خپل اټمي فعالیت محدود کړي.


خو کله چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ولسمشر ډونالد ټرمپ واک ته ورسېد، له دې موافقې ووت.


د امریکا متحده ایالاتو له موافقې تر وتلو وروسته هغه بندیزونه چې لیرې شوي وو، له سره پر ایران ولګول.


د خامو تېلو صادرات د ایران د اقتصاد ستره تمویلوونکې سرچینه ده. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса