Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

اروپایي ټولنه: د ژورنالېستانو امنیت ته ګواښ د رسنیو کار کمزوری کوي

0
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې مأموریت وايي، په دې هېواد کې پر ژورنالېستانو حملې د ازاد ژرونالیزم لپاره ساحه محدودوي.


دې ډيپلوماتیک مأموریت په هلمند کې پر خبریال نثار احمد احمدي وروستۍ حملې ته په اشاره کې پر ټویټر لیکلي:


"کله چې د ژورنالېستانو امنیت ته ګواښ پېښ شي، د رسنیو کار کمزوری او بې‌باوره کېږي."


د خبريال نثار احمد احمدي پر موټر پرون سهار په لښکرګاه کې چاودنه وشوه.


هغه په هلمند کې د سباوون راډيو مشر دی.


په چاودنه کې د هغه يوه پښه زخمي شوې او کابل ته د درملنې لپاره رالېږدول شوی دی.


د حملې مسؤلیت چا نه‌دی اخیستی.


د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون او په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر هم دا حمله غندلې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса