Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

روحاني: ایران د واشنګټن د بنديزونو پر خلاف حقوقي قضيه ثبتوي

0
د ايران ولسمشر وايي، هېواد يې د واشنګټن د بنديزونو پر خلاف حقوقي قضيه ثبتوي.


حسن روحاني نن په يوه رسمي غونډه کې وويل، دغو بنديزونو يوازې د ايران خلک په نښه کړي دي.


دی وایي:


"نړۍ دې پوهه شي، امريکا چې کوم کار کړى، د ايران د حکومت پر خلاف نه‌و، نه د ايران د اټمي ټکنالوژۍ پر ضد و، بلکې د ايران د خلکو، د خلکو د ژوند د چاپېريال د خونديتوب او د خلکو د عادي ژوند پر ضد و."


امريکا د تېر کال په مې مياشت کې د ايران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ له اټمي تړونه ووت.


امريکا پر ايران بيا بنديزونه ولګول چې ويل کېږي د ايران اقتصاد ته‌يې سخته ضربه ورکړې او په هغه هېواد کې يې د کاروبار شرایط له ستونزو سره مخامخ کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса