Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

دانش: هيله ده چې ژر د تاوتريخوالي او جنګونو د پای شاهدان واوسو

0
د ولسمشر دوهم مرستيال وايي، سوله يوه ملي او حياتي موضوع ده چې ټول افغانان‌يې ټينګېدو ته په تمه دي.


سرور دانش چې نن‌يې په کابل کې د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت يوې غونډې ته خبرې کولې، د افغانستان د سولې په پروسه کې د سيمې او نړۍ د هېوادونو هڅې وستايلې.


ده وویل:


"موږ ټول افغانان د سولې له پيل شوې پروسې ملاتړ کوو او د افغانستان د متحده دولتونو او هېوادونو چې د افغانستان د سولې لپاره هڅې کوي، مننه کوو، هيله‌مند يوو چې ژر تر ژره د تاوتريخوالي او جنګونو د ختمېدو شاهدان واوسو."


ښاغلي دانش د افغانستان د سولې په بهير کې د سيمې د هېوادونو د هڅو يادونه په داسې حال کې وکړه چې د کابل او واشنګټن ترمنځ په دې برخه کې د ځينو لانجو راپورونه ورکړل شوي دي.


بل‌خوا د ملي مشارکت ګوند مشر ويلي، افغانان داسې سوله غواړي چې د تېرو کلونو په لاسته راوړنو او اساسي حقونو يې معامله ونه‌شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса