Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

روحاني ایرانیانو ته: پر امريکا، اسرائيل او سعودي لعنت ووايئ

0
د ايران ولسمشر له خپلو وګړو وغوښتل، څومره چې کولاى شي امريکا، اسرائيل او سعودي عربستان ته لعنت دې ووايي.


حسن روحاني نن ظاهراً په دغو خبرو هڅه وکړه چې هغه انتقادونه منحرف کړي چې په ايران کې د خراب اقتصادي وضعيت له کبله د ده پر ادارې کېږي.


حسن روحاني نن په يوه رسمي غونډه کې وويل، د واشګټن بنديزونو يوازې د ايران خلک په نښه کړي دي.


واشنګټن د تېر کال په مې مياشت کې د ايران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ له اټمي تړونه ووت.


امريکا پر ايران بيا بنديزونه ولګول چې ويل کېږي د ايران اقتصاد ته يې سخته ضربه ورکړې او په هغه هېواد کې يې د کاروبار شراط له ستونزو سره مخامخ کړي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса