Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

د خوست والي وایي، د خوست یوه جاده به د خبریال په نوم ونوموي

0
په خوست کې د خبریالانو د ملي ورځې د لمانځنې په مرسمو کې د خوست والي محمد حلیم فدايي ژمنه وکړه چې د یاد ښار یوه جاده به د خبریال په نوم نوموي.


ده همدارنګه د خبریالانو او مدني فعالانو په غوښتنه دا هم وویل چې د خوست د یتيمانو او بېوزلو روزنتون به د سلطان محمود خیرخواه په نوم ونومول شي.


خبریال سلطان محمود خیرخواه چې په خوست کې د تېرې جمعې په ورځ کور ته د تګ په وخت د مخ پټو وسله والو له خوا ووژل شو.


په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې په دې هېواد کې د هدفي وژنو، سړي تښونو او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوي دي.


د افغانستان د خبریالانو مرکز په روان لمریز کال کې چې وروستۍ ورځې یې دي، د وژل شویو افغان خبریالانو شمېر ۱۸ تنه ښيي چې د افغان دولت چارواکي یې هم یاد رقم ټکان ورکوونکی بولي او د خبریالانو په خوندیتوب ټينګار کوي.


د دې کال په وژل شویو خبریالانو کې د ازادي راډیو درې خبریالان محرم درانۍ، عبادالله حنانزی او سباوون کاکړ هم شامل وو.


د یادې ناستې په پای کې د خوست د والي له خوا یو شمېر خبریالانو ته د ښه کار له کبله ستاینليکونه هم ورکړل شول.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса