Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

د طالبانو له خوا د تښتول شویو ۷ هندي انجنیرانو یو يې خوشې شوی

0
په افغانستان کې تېر میلادي کال د طالبانو له خوا د تښتول شویو ۷ هندي انجنیرانو له ډلې یو يې خوشې شوی او خپل هېواد ته ستون شوی دی.


دا خبره د هند د بهرنیو چارو وزارت نن وکړه.


هندي انجنیران د تېرې مې میاشتې په ۶مه په بغلان کې تښتول شوي وو.


د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د دې هندي انجنیر د خوشې کېدو له امله د افغان د حکومت له هڅو مننه کړې ده.


خو په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې دا انجنیر دقیقاً کله او څه ډول خوشې شوی دی.


دا مهال شااوخوا ۱۷ سوه هندي انجنیران او تخنیکي کارپوهان په افغانستان کې د بیارغونې په پروژو کې کار کوي.


هند له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د افغانستان د بیارغونې په پروسه څه د پاسه ۳ میلیارده ډالر لګولي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса