Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

د هالند پولیسو د ډزو له پرونۍ پېښې وروسته دوه نور مشکوک کسان نیولي

0
د هالند پولیسو د ډزو له پرونۍ پېښې وروسته دوه نور مشکوک کسان نیولي دي.


دا خبر د هالنډ رسنیو نن ورکړی او په دې اړه چې دا دوه کسان له پرونۍ پېښې سره تړوا لري او که نه، څه نه دي ویل شوي.


د هالنډ په اوترخت ښار کې د دوشنبې په ورځ پر یوه ټرموای د ډزو په پرونۍ پېښه کې درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.


پولیسو پرون وویل چې له پېښې وروسته يې یو ۳۷ کلن مشکوک کس چې ګاکمن تانیس نومېږي، نیولی دی.


په هالنډ کې د پروني وسله وال برید انګېزه لا تراوسه نه ده معلومه.


تر دغې پېښې وروسته په دې ښار کې ښوونځي تړل شوي او په هوایي ډګر او نورو مهمو ځایونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.


دا پېښه څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې په نیوزیلنډ کې د تېرې جمعې په ورځ پر دوو جوماتونو د ډله ییزې وژنې په پېښو کې پنځوس تنه مړه او له څلوېښتو زیات ټپیان شول.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса