Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

د رادوان کاراجیچ په برخه کې د "م.م" پرېکړې ته شېبې شمېرل کېږي

0
په سربرنیڅه کې د قتل عام د قربانیانو خپلوان او د کورنیو غړي نن چهارشنبه د مارچ شلمه، د رادوان کاراجیچ په برخه کې ملګرو ملتونو قضاوت ته شېبې شمېري.


په ۱۹۹۵ میلادي کال کې په سربنيڅه کې ۸ زره مسلمان نارینه چې هلکان او د پاخه عمر سړي په کې وو، ووژل شول.


رادوان کاراجیچ د بوسنیا له صربانو څخه دی او په دې قتل عام کې په لاس درلودلو تورن دی.


هغه همدا راز د سرایوو د څلور کلنې محاصرې چې نېږدې لس زره کسان په کې ووژل شول، له پلان جوړونکو ګڼل کېږي.


هغه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په قتل عام، د بشري ضد جرمونو په ترسره کولو او جنګي جنایت په جرم په ۴۰ کال بند محکوم شو.


خو څارنوالانو په هاګ کې د نړیوالې محکمې له قاضیانو غوښتنه کړې چې د دوهم قتل عام له توره د هغه برات لغو کړي او په عمر قید یې محکوم کړي.


د هاګ قاضیان به نن په‌دې اړه پرېکړه کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса