Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

د بخښنې نړیوال سازمان: امریکا په سومالیا کې ملکيان وژلي

0
د عفوې نړیوال سازمان ویلي، د امریکا د متحدو ایالاتو پوځ په وروستیو دوو کلونو کې په سومالیا کې هوايي حملې کړي چې ملکي وګړي په‌کې وژل شوي دي.


د عفوې نړیوال سازمان ویلي چې دا کار ښايي جنګي جنایت وګڼل شي، خو په افریقا کې د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ دا ادعاوې رد کړي دي.


د عفوې د نړیوال سازمان په څېړنه کې څرګنده شوې چې په ۱۱۰ هوايي حملو کې چې د ۲۰۱۷ میلادي کال له دوبي راهیسې شوي، ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.


د عفوې نړیوال سازمان ویلي چې حملې ظاهراً د جګړې پر نړیوالو قوانینو تېری کوي او په ځينې مواردو کې جنګي جنایت بلل کېدلی شي.


د امریکا پوځ دا رپوټ رد کړی او وايي چې په سومالیا کې یې په‌دې موده کې ۸۰۰ وسله‌وال وژلي دي.


د امریکا پوځ ویلي چې په یاده موده کې یو ملکي وژلی یا زخمی شوی نه‌دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса