Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

ارګ د انتخاباتو د کمېسیون د وروستۍ پریکړې درناوی کوي

0
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، سره له دې چې حکومت تمه کوله چې انتخابات په خپل وخت ترسره شي، خو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دې پریکړې درناوی کوي.


ټاکل شوې وه چې دغه انتخابات د روان ۱۳۹۸ کال د سرطان په ۲۹مه ترسره شي خو اوس د میزان د میاشتې ۶ نیټې ته وځنډېدل.


د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغو انتخاباتو د ځنډېدو پریکړه له سیاسي ګوندونو او د انتخاباتو د څار له بنسټونو سره له سلا او مشورو وروسته کړې ده.




ښاغلي چخانسوري دغه راز ویلي چې حکومت به له ټولو امکاناتو په استفادې د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره همکاري وکړي چې افغانستان روان کال د دغو انتخاباتو د ترسره کېدو شاهد وي.


دا دوهم ځل دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او د ولسي جرګې لپاره د غزني انتخابات ځنډیدېږي.


تراوسه د ملګرو ملتونو په ګډون د انتخاباتو نړیوالو ملاتړو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دغې پریکړې په اړه عکس‌العمل نه‌دی څرګند کړی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса