Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیل صدراعظم سره پر ایران غږیدلی

0
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیل له صدراعظم سره د ایران په اړه خبرې وکړې.


مایک پامپئو پرون په بیت‌المقدس کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره وکتل.


تردې لیدنې کتنې وروسته پامپئو د ایران مشران د نورو په له‌منځه وړلو تورن کړل او ویې ویل چې اسرائیل ته هره ورځ ګواښونه متوجه دي، خو متحد ایالتونه د اسرائیل امنیت ته ژمن دي او د هغه ملاتړ کوي.


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په داسې حال کې د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر یې څنګ ته ولاړ و، د هغو فشارونو هرکلی وکړ چې واشنګټن له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه وروسته پر تهران راوستي، خو نتانیاهو زیاته کړه چې دا فشارونه باید پسې ډېر شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса