Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

یوه پاکستاني محصل خپل استاد وژلی

0
یوه پاکستاني محصل خپل استاد په‌دې تور وژلی چې هغه غوښتل د فراغت په غونډه کې نارینه او ښځینه سره یوځای شي.


په بهاولپور کې د اګرتون کالج محصل خطیب حسین پرون د نورو محصلانو له لوري د پیښې په ځای کې ونیول شو.


د پولیسو په وینا دا محصل د انګلیسي ژبې د استاد خالد حمید په قتل تورن شوی دی.


پولیس وایي چې خالد حمید د فراغت د محفل په تیاریو بوخت و چې خطیب حسین ورباندې په چاړې حمله وکړه.


پولیسو د تورن په وینا ویلي دي چې د نارینه او ښځینه ګډ محفل د اسلام له نظره ناروا دی او ده مخکې له مخکې استاد خالد حمید ته خبرداری ورکړی و.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса