Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

حیات: د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره به نوی ګارنېزیون جوړ شي

0
د کندهار نوی والي وايي چې د ښار د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره به نوی ګارنېزیون جوړ شي.


والي حیات‌الله حیات نن د مارچ په ۲۷مه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې په ښاري ګارنېزیون کې به پولیس، ملي امنیت او اردو برخه لري.


حیات وویل، د غیر مسؤله کسانو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره به د ښار په څلورو دروازو کې د ملي اردو، ملي امنیت او پولیسو ځانګړې پوستې واچوي.


په کندهار ښار کې د پېژندل شویو قومي او سیاسي مشرانو د عمدي قتلونو روانې لړۍ خلک اندېښمن کړي دي.


د حمل په درېیمه نېټه د ښار په مسلم چوک کې په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو پخوانی وکیل، عبیدالله بارکزی ووژل شو.


د کندهار ښار امنیتي چارواکو وویل چې حمله کوونکي وتښتېدل.


کومې وسله‌والې ډلې د حملې مسؤلیت نه‌دی اخیستی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса