Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

د لیتوانیا محکمې د پخواني شوروي ۲ چارواکي په بند محکوم کړل

0
د لیتوانیا محکمې د پخواني شوروي وروستی دفاع وزیر او د پخواني شوروي د استخباراتو د ادارې (کې. جي. بي) یو لوړرتبه چارواکی په جنګي او بشري ضد جرمونو مجرم وپېژندل او په بند یې محکوم کړل.


د لیتوانیا په پلازمېنه ویلیونس کې محکمې د پخواني شوروي وروستی دفاع وزیر دمیتري یازوف په غیابي محاکمه کې په ۱۰ کاله او د (کې. جي. بي) مأمور میخایل ګولواتوف‌يې په غیابي محاکمه کې، په ۱۲ کاله بند محکوم کړ.


هغوی په دې جرم چې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې یې په لیتوانیا کې د خپلواکۍ غوښتونکو حرکت وځاپه او ۱۴ کسان په‌کې ووژل شول، محاکمه شوي دي.


د لیتوانیا د محکمې دا حرکت به له مسکو سره د دې هېواد روابط لا کمزوري کړي.


د هغه کال د جنورۍ په ۱۳مه نېټه په لیتوانیا کې د ازادۍ غوښتونکو د حرکت د ځپلو لپاره د مسکو په دې حرکت کې تر ۷۰۰ زیات وګړي زخمیان شوي وو.


یازوف چې اوس ۹۴ کلن دی، هغه مهال د شوروي دفاع وزیر و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса