Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

فضلي: کشفي او امنیتي ادارې دې د قریشي په پیدا کولو کې مرسته وکړي

0
د افغانستان کرکټ بورډ له کشفي او امنیتي ادارو غواړي چې د کرکټ د لوبغاړي احمد قریشي په پیدا کولو کې ورسره مرسته وکړي.


د افغان کرکټ بورډ رئیس عزیزالله فضلي د پنجشنبې په ورځ پر خپل فېس‌بوک پاڼه په یو غږیز پیغام کې ورک شوی احمد قریشي د افغانستان د کرکټ راتلونکی بللی او ویلي یې دي چې په ځانګړي ډول د ننګرهار امنیتي مسؤلین‌يې باید په پیدا کولو کې جدي هڅې وکړي.


۱۲ کلن کرکټر احمد قریشي چې په "وړکوټي راشد ارمان" مشهور و لا هم لادرک دی او تر اوسه‌يې په تړاو هېڅ ډول معلومات نه‌دي پيدا شوي.


د ده کورنۍ ویلي، احمد قریشي د روانې اوونۍ د یکشنبې په ماښام د سپین‌غر کرکټ اکاډمۍ نه کور ته په لاره لادرک شوی. 


په همدې حال کې د ننګرهار امنیتي چارواکو ویلي دي، تر اوسه د قریشي د تښتونې په تړاو څه نه‌دي موندل شوي، خو په اړه‌يې پلټنې روانې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса