Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2019

نن یوې زورورې زلزلې د روسیې د کوریل ټاپوګانو نږدې سیمې لړزولي

0
د جمعې په ورځ د روسیې د کوریل ټاپوګانو ته نږدې سیمې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۱ زلزلې لړزولې دي. 


د امریکا د جیالوژیکي سروې اداره وايي، د دې زلزلې مرکز د پارموشیر ټاپو د مرکز په ختیځ کې ۲۷۰ کیلومتره لېرې و او شدت یې د ريښتر په کچه ۶ اعشاریه ۱ بلل شوی دی.


دا سیمه د روسیې په جنوب ختیځ کې د لېرې ختیځ په کامخاتکا ټاپو وزمه کې پرته ده.


که څه هم د زلزلې ټکانونه په ګڼ مېشته سیمه کې احساس شوي، خو دمګړۍ د مرګ ژوبلې او زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.


له زلزلې وروسته د څونامې خبرداری هم نه دی ورکړل شوی.


د جاپان او روسیې ترمنځ پراته د کوریل ټاپوګان او د کامخاتکا ټاپو وزمه په نړۍ کې د زلزلو یوه ډېره فعاله سیمه ګڼل کېږي.


د کوریل ټاپوګانو پر ځینو برخو روسیه او جاپان دواړه ادعا لري.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса